ننگرهار:

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۱:۱۷
ننگرهار:

د محرم الحرام پر ۱۹مه د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت په ښیوه، دره نور، مهمندره او کامه ولسوالیو کې ۵۹ ورښت او سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو شاوخوا څلور نیم ټنه مرسته وویشل شوه. ‏یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو غوړي،۱ بسته بېلابېل خوراکي توکي، ۵۰۰ ګرامه سوپ،۱ کیلو نخود، یوه نیمه کیلو مالګه،۲ کیلو بوره، ۸۰۰ ګرامه رُب، دوه نیمې کیلو مکروني، نیمه کیلو زیتون، د پخلنځي ۱۳ عدده توکي،۱ ترپال،۲ بوشکې، ۶ کمپلې او ۱۸ کورنیو ته یوه یوه خیمه شامل وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۴۳
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د ورښتونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۸
Background image

کابل؛ له ۱۰۵ اړمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د مقام د سلاکارانو او بېلابېلو ریاستونو د مسؤولینو په شتون کې له ۱۰۵ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو ستونزو د حل. . .

BACK TO NEWS