ننګرهار کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د اړتیا وړ درمل چمتو کیږي!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۶:۴۵
خبر

ننګرهار کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د اړتیا وړ درمل چمتو کیږي!

نن یکشنبه د رجب د میاشتې پر ۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې دننګرهار زون د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره ۸۵ قلمه درملو د چمتو کول په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.

یادې ناسته کې ۴ لوژستيکي او سوداګريزو  شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د درملو برابرول د قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۲۰:۲۹
Background image

کابل؛ د لوی اختر په مناسبت ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د لوی اختر په مناسبت، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۰ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

د یادې مرستې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۹:۲۰
Background image

د اقتصادي پیاوړتیا پر لور؛ ننګرهار کې ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته معیشتي مرستې ورکړل شوې

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ ۱۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینې په موخه معیشتي مرستې ورکړل شوې.

دغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۹:۱۴
Background image

بدخشان؛ ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د درۀ خستک سیمې په بېلابېلو کلیو کې ۵۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته بېړني غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

د یادې. . .

BACK TO NEWS