ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!
د جمعې په ورځ د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د رمضان المبارک پر ۲۸مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال خالد حامد په لاس ۲۰۰ سوالګرو، اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته وریژې، خرما، لوبیا، غوړي، دال، بوره، مینچې، د پیکوړیو اوړه، د دیګ مثاله، شیدې او یو شمېر نور توکي شامل وو.