ننګرهار ولایت ښیوي او دره نور ولسوالیو کي دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شوه!
د چهار شنبي په ورځ د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۴مه نیټه افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ښیوي او دره نور ولسوالیو کي۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته چې سروي یی مخکې تر سره شوې وه دنړیوال فیدراسیون لخوا ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې ۱۰۰ کیلو وړه، ۲۴،۵ کیلو وریژي،
۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ پاکټه مالګه، ۱ قطۍ BP5 بسکټ شامل وو.