میدان وردګ!
نن چهارشنبه د ربیع الاول د میاشتې پر ۱۲مه، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې افغاني سرې میاشتې ۶۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ د ملک سلمان خیریه مرکز له لوري چمتو شوې وه، پر ۱۰۰۰ بېوزله او اړمنو کورنيو ووېشله..په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶۲ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا، بوره او خرما شامل وو.