میدان وردګ

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۰:۷
میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د للندر، بخشک، شاهي خېل، نازک خېل، دولت شاه، چنګه، دوراني، سپن دیوال، میران، احمدخېل، دالان، چتو، تنګي سیدان او یو شمېر نورو کلیو ۴۴۵ سیلاب ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۴۵۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکړل شوې. څلور ورځې وړاندې هم ددې ولایت د سید آباد ولسوالۍ د مختلفو سیمو له ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه.

 

میدان وردګ

 

میدان وردګ

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۳۴
Background image

کابل؛ یو خیرپال هېوادوال د اړمنو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۶۱ زره افغانۍ مرسته وسپارله

شنبه، ۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د ‎ بشري فعالیتونو د پراختيا او له ‎ اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه، یو خیرپال هېوادوال ښاغلي میر مرتضی ۶۱ زره افغانۍ ‎ نغدي مرسته د دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۲۵
Background image

نورستان کې د مرستو درېیمه ورځ؛ ۱،۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ درېیمې ورځې ته ورسېده، چې نن هم د اور مړو او کمو سيمو کې ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

BACK TO NEWS