میدان وردګو ولایت کې پر اړمنو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه!
میدان وردګو ولایت کې پر اړمنو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه!
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ پر ۱۹۴ اړمنو او بېوزلو بزګرانو ۹.۷ ټنه کیمیاوي سره ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکمنستان هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ ۵۰ کیلويي کیمیاوي سره ورکړل شوه.