له المان څخه ۹ تنه په اور سوځيدلي او میکروبي هډوکو لرونکي ماشومان له درملنې او رغېدو وروسته هېواد ته راستانه شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۷:۱۱
له المان څخه ۹ تنه په اور سوځيدلي او میکروبي هډوکو لرونکي ماشومان له درملنې او رغېدو وروسته هېواد ته راستانه شول

دوشنبه، ۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري المان هېواد ته په اور سخت سوځيدلي او د میکروبي هډوکو لرونکي ۹ تنه استول شوي ماشومان تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
کورنیو ته د یادو ماشومانو د سپارلو پر مهال په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام د رالېږدول شوو ماشومانو پر درملنه خوښي وښوده، د المان د سولې کلي خیریه بنسټ هڅې یې وستایلې او د پاتې ناروغو ماشومانو د ژر رغېدو هیله یې وکړه.
نوموړي زیاته کړه: " افغاني سره میاشت له تېرو ۳۶ کلونو راهیسې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ سره د لاسلیک کړي هوکړه لیک پر بنسټ هر کال دوه ځل په اور سخت سوځېدلي او د میکروبي هډوکو په رنځ اخته ماشومان یاد هېواد ته د درملنې په پار استوي او له نېکه مرغه تر دې مهاله په ۹۱ جوپو کې شاوخوا ۵۰۰۰ ماشومان له بریالۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته راګرځېدلي او دا لړۍ لا هم جریان لري."
د یادونې وړ ده، چې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ ډاکټران به د سنبلې میاشتې له (۴مې تر ۹مې) مرکزي دفتر کې يو شمېر نور هغه ماشومان، چې په یادو ناروغیو اخته وي او په کور دننه یې درملنه ناشونې وي، تر معاینې او انتخاب وروسته د درملنې په موخه المان هېواد ته ولېږدوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۹:۲۸
Background image

بادغیس کې ۴۰۰ راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌ نو ښار کې ۴۰۰ راستنو شويو کډوالو کورنيو ته غیر خوراکي بشري مرستې ووېشل شوې.

د مرستو له مخې هرې کورنۍ ته ۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۴۷
Background image

پروان کې د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو ته د سرپناه او لومړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سرخ‌ پاسا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وروستیو ورښتونو له امله له دوو زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ غير خوراکي مرسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې په همغږۍ، پکتیکا کې ۴۰۰ داخلي بېځايه شويو کورنیو سره مرسته کېږي

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له مشر ښاغلي فابرس واند پوت او په. . .

BACK TO NEWS