لغمان!
روغتیا ته لومړیتوب! د افغاني سرې میاشتې له لورې لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ کې ۴۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د روغتیا ساتنې (هایجين) کیټونه وویشل شول. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د افغاني سرې مياشتې له لورې، یادو کورنیو سره د ۱۰۰۰۰، ۱۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته ترسره شوې وه.