فراه!
په فراه ولایت کې له پاکستان هېواد څخه د راستنیدونکو کډوالو په لنډمهال پنډغالي کې دافغاني سرې میاشتې له لوري ۴ راستنې شوې کډوالو کورنیو ته نن د شنبې په ورځ د ربیع الثاني د میاشتې پر ۲۶ مه، د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، ۴ کمپلې، ۱ د پخلنځي د لوښو سيټ، یو ترپال او دوه د اوبو ذخیره کولو لوښي شامل وو.