سمنګان ولایت کې ۷۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره شوه!
نن چهار شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال مياشتې پر ۱۱ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د سمنګان ولایت په دوه وو، دره صوف بالا او پایین ولسوالیو کې ۷۰ ځپل شویو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ، ۱ باب خیمه، ۵ غټې کمپلې، ۲ د کوچنیانو کمپلې، ۱ دانه ترپال، ۲ د اوبو بوشکې، ۱ د پخلنځي د توکو سیت او یو د اوبو بیلر شامل وو.