سرپل!
د اړمنو لاسنیوې د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کیږي، په همدې تړاو نن دوشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادي الثاني په ۹مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د سرپل ولایت مرکز کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د غذایې موادو بستې وویشل شوې. یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لورې چمتو شوی وه په کې هرې کورنۍ ته یو بسته غذایې توکي ورکړ شول. چې هره بسته کې ۱۰ کیلو وریجي، ۵ کیلو لوبیا، نیم کیلو شین چای، ۳ پاکټه سټاک بیسکوټ، ۵ پاکټه مکروني، ۲ کیلو بوره، یو قطعی رومیانو روب او ۵ لیټره غوړي شامل وو.