سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۰
سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

کابل – پنجشنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره د دغه ولایت د اړمنو وګړو د ستونزو حل او اړتیاوو پوره کولو په موخه وکتل.

ناسته کې ښاغلي دلاور د پکتیا او پکتیکا ولایتونو وګړي، چې د طبیعي پېښو او د دوامداره وچکالۍ د ناورين له امله اغېزمن شوي، له جدي ستونزو سره مخ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې افغاني سره میاشت به د یادو ولایتونو له بې وزله او اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه راز ښاغلي دلاور ټینګار وکړ چې د بې‌ وزله وګړو ملاتړ او روغتیايي خدمتونه د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه دي او زموږ هڅه داده، څو له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او کاري شریکانو سره په همغږۍ خپلو مرستو ته پراختیا ورکړو.

د پکتیا ولایت والي هم په ناسته کې د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو، راستنو شوو کډوالو او سیلاب ځپلو وګړو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او د بېړني لاسنیوي غوښتنه یې وکړه، چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

خوندي لاسرسی؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي مسؤولینو ته یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د ریاستونو مسؤولینو، د مقام سلاکارانو او مستقلو آمریتونو آمرینو ته په افغانستان کې د آی سي آر سي له لوري د خوندي لاسرسي په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۲
Background image

کابل کې د روانې ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل کې د روانې ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز لپاره د ۲۵ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته،. . .

BACK TO NEWS