رضاکارانو ته د اقليمي بدلون په تړاو د عامه پوهاوي سیمنار دایر شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۲۲
خبر

رضاکارانو ته د اقليمي بدلون په تړاو د عامه پوهاوي سیمنار دایر شو!

نن دوشنبه د شوال میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د اقليمي بدلون د اغېزو او پر وړاندې یې د لازمو تدابیرو او چمتوالي په موخه ۲۶ تنه رضاکارانو ته د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمنار پيل شو.
دې سیمنار کې به رضاکارانو ته د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ستونزو، احتمالي طبيعي پېښو، بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمن غبرګون، د ځپل شویو  سیمو له خلکو سره د مرستې او ګواښ راکمولو برخه کې مهم او اړین معلومات وړکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS