د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې، روغتیا ریاست اړوند کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې پنځو سوداګریزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود چې د اسنادو له ارزونې او کره کتنې وروسته به یې په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته د چمتو کولو قرارداد ورکړل شي.