د کونړ زلزله ځپلو لپاره د سید نادرشاه کیاني بنسټ ۴۴ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۵:۱۲
د کونړ زلزله ځپلو لپاره د سید نادرشاه کیاني بنسټ ۴۴ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

یکشنبه، ۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د سيد نادر شاه کياني کلتوري او ټولنيز بنسټ له لوري د کونړ ولایت زلزله ځپلو لپاره ۴۴ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې ۸۰۰ بوجۍ اوړه او ۸۰۰ بوتله پنځه لېټره غوړي په کې شامل وو؛ افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو پر مهال، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سید نادر شاه کیاني بنسټ له مرستې مننه وکړه او ویې ویل: افغاني سره میاشت د نړیوالو او کورنیو خیریه بنسټونو همکارۍ ته هرکلی وايي او ډاډ ورکوي، چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت تر اړمنو او مستحقو کورنیو ورسول شي. نوموړي زیاته کړه چې دا ډول مرستې نه یوازې اړمنو ته د ژوند هیله ور بخښي، بلکې د ملت د یووالي او اتحاد ښکارندويي هم کوي.
دغه راز، ددې بنسټ په استازولۍ ښاغلي حاجي بسم الله عطاش په خپلو خبرو کې وویل: ټول افغانان د یو بدن د غړو په څېر دي، که چېرې د بدن په يوه برخه کې درد رامنځته کېږي، نو ټول بدن ورسره دردېږي. موږ ویاړو چې د زلزلې له امله زیانمنو شوو ته د مرستې لاس غځوو او ژمن یو، چې راتلونکې کې به هم د خپلو هېوادوالو ترڅنګ درېږو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS