د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
پکتیا
د دندې عنوان: د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې د مرکز نرس
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: پکتیا
د بست ډول: رسمي، څلورم بست
د بستونو شمېر: ۲
جنسیت: ذکور/ اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0212
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۹/۵
۱۴۰۴/۱۲/۳
2026/22/Feb
د دندې تفصیل:
۱. ناروغانو ته پاملرنه او د هغو ارزونه:
• د ناروغانو، په ځانګړي ډول د شدیدو رواني ناروغیو لرونکو کسانو، جامع رواني او فزیکي ارزونې ترسره کول.
• د څو رشتوي ټیم (لکه رواني سلاکارانو/رواني ډاکټرانو او ټولنیزو کارکوونکو) سره په همغږۍ د هر ناروغ لپاره د پاملرنې انفرادي پلانونه جوړول، تطبیقول او ارزول.
• د ناروغانو د رغېدو، چلند او فزیکي حالت څارنه کول او بدلونونه په دقیق ډول په طبي اسنادو کې ثبتول.
• د شدید رواني فشار، د ځان وژنې فکرونو او یا تاوتریخوالي چلند لرونکو ناروغانو لپاره د بحراني مداخلې او د وضعیت د ارامولو (De-escalation) چارې ترسره کول.
• د نرسنګ ورځني مسؤلیتونه ترسره کول، لکه د حیاتي نښو اخیستل، د درملو تطبیق او د ورځنیو فعالیتونو (ADLs) په ترسره کولو کې له ناروغانو سره مرسته کول.
۲. درملنه او د درملو اداره:
• تجویز شوي رواني درمل تطبیقول او د اغېزو څارنه کول.
• د رواني درملو د خوندي ساتنې، سمې استفادې او تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول.
• د درملو د شتون د یقیني کولو لپاره له درمل جوړوونکو (فارماسیستانو) سره همغږي کول.
۳. مشوره او رواني پوهاوی (Counselling & Psychoeducation)
• ناروغانو او د هغوی کورنیو ته د رواني ناروغیو او درملنې د لارو چارو په اړه رواني پوهاوی ورکول.
• له ناروغانو سره د مقابلې (Coping) د مهارتونو په پراختیا کې مرسته کول او د امکان په صورت کې د درملنې فعالیتونه اسانه کول.
• د ناروغانو د حقونو ملاتړ کوونکي په توګه عمل کول، د هغوی عزت او محرمیت ساتل، په ځانګړي ډول د رواني ناروغیو د بدنامۍ (Stigma) د کمولو په برخه کې.
۴. اسناد او راپور ورکول:
• د محرمیت د لارښوونو له مخې دقیق، پر وخت او تازه طبي ریکارډونه او دوسیې ساتل.
• د پروژې مدیر ته د فعالیتونو، ناروغانو د رغېدو او ټولنې د پوهاوي په اړه منظم راپورونه وړاندې کول.
• د PPSD (د رواني ناروغانو د خدمتونو وړاندې کولو) اړوندو فورمو کې د ناروغانو ټول معلومات په سمه توګه ثبتول.
۵. روزنه او ملاتړ:
• د اړتیا په صورت کې د ټیټ رتبه کارکوونکو یا د ټولنې د روغتیایي کارکوونکو په روزنه او څارنه کې ګډون کول.
• په فعاله توګه د ټیم په ناستو، کلینیکي څارنو (Supervision) او د قضیو په کنفرانسونو کې ګډون کول.
لوړې زده کړې، تجربې او مهارتونه:
• د عامې روغتیا وزارت له لوري د عالي نرسنګ تصدیق شوی سند درلودل.
• د نرسنګ په برخه کې کافي تجربه درلودل.
• د بنسټيزو روغتیايي خدمتونو برخه کې لږ تر لږه دوه کلنه تجربه درلودل.
• په بېړنیو حالتونو کې د خوارځواکۍ د بستې روزنه یې ترلاسه کړې وي.
• د اګزېټ سند درلودل اړین دي( په داسې حال کې چې په ذکر شوي بست کې شتون ولري).
• د هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او فارسي) تسلط درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.