د کابل او کندهار ۱۵۰ تنو ماشومو زده کوونکو ته د آنلاین زده کړو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول
شنبه، ۱۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کابل او کندهار مرستونونو کې د بېوزله کورنیو ۱۵۰ تنو ماشومو زدهکوونکو ته د دیني ښوونې، انګلیسي، کمپیوټر او ریاضي مضمونونو په برخه کې د بریتانیا د سره صلیب په مالي او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په تخنیکي همکارۍ د اته میاشتنۍ آنلاین زده کړې تر بشپړېدو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې مياشتې د مرستونونو رئيس ښاغلي مولوي سيد احمد بهرمند او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون سرپرستې آغلې هُما نادر ګډون درلود.
په یاد مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې د مرستونونو رئیس وويل، چې زده کړې د ټولنې د پرمختګ بنسټ دی او سره مياشت هڅه کوي، چې د بې وسه او اړمنو کورنیو ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي؛ څو وکولای شي د خپل راتلونکي او هېواد د آبادۍ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د غونډې په پای کې د بریتانیا سره صلیب په مرسته د تقویتي زده کړو د دوام او پیاوړتیا په موخه د کابل او کندهار مرستونونو ښوونیزو مرکزونو ته ۵۰ پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه هم ورکړل شول؛ څو راتلونکي کې د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې ترې ګټه واخلي.
