د ظرفیتونو لوړتیا؛ ۴۰ تنه کارکوونکي د ظرفيت لوړونې له لنډ مهاله پروګرام فارغ شول

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۲۶
د ظرفیتونو لوړتیا؛ ۴۰ تنه کارکوونکي د ظرفيت لوړونې له لنډ مهاله پروګرام فارغ شول

چهارشنبه، ۱۲ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د پوهنې وزارت استازي ښاغلي مولوي محمد ابراهیم، د مرکزي ریاست یو شمېر مسئولینو او سلاکارانو په شتون کې د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې امریت تر چتر لاندې ۴۰ تنو کارکوونکو ته د کمپیوټر او لیک ښکلا برخو کې د زده کړو بشپړولو په موخه فراغت غونډه دایره شوه.
غونډې ته د وینا پر مهال سرپرست عمومي رئیس د علم اهمیت ته په اشارې وویل: " زده کړه د اسلام له نظره ستر ارزښت لري او یوه ټولنه هغه مهال پرمختګ کولی شي، چې وګړي یې لوستي وي."
نوموړي زیاته کړه، چې د ظرفیت لوړونې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د ادارې د خدماتو په لا ښه والي کې مهم رول ادا کوي.
غونډه کې د پوهنې وزارت استازي ښاغلي مولوي محمد ابراهیم او د سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امر ښاغلي ډاکټر عبدالعلیم احمدزي هم د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او پوهې د ارزښت په اړه ویناوې وکړې او خپلې پوهې ته د ودې ورکولو ترڅنګ یې نوي څه زده کول د ستونزو د حل یوازینۍ لار وبلله.
یاده فراغت غونډه کارکوونکو ته د تصدیق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۲
Background image

کابل کې د روانې ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل کې د روانې ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز لپاره د ۲۵ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

لوګر کې ۲۰۰ راستنو شوو کورنیو د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته ترلاسه کړه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې له ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لس. . .

BACK TO NEWS