د زړه نوي روغتون لپاره د طبي وسایلو د چمتو کولو په موخه د ‎داوطلبۍ ناسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۰
د زړه نوي روغتون لپاره د طبي وسایلو د چمتو کولو په موخه د ‎داوطلبۍ ناسته وشوه

يکشنبه، ١٩ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷ 
د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د زړه روغتون لپاره د طبي وسایلو د چمتو کولو په پار د داوطلبۍ ناسته د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په شتون کې ترسره شوه.
دغه ناسته چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وه، موخه یې کابل کې د سرې میاشتې د زړه نوي جوړيدونکي روغتون ته د ۴ قلمه طبي وسایلو چمتو کول و. 
داوطلبۍ کې ۳ سوداګريزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، د اسنادو تر دقیقې ارزونې وروسته به د وسايلو چمتو کولو قرارداد د شرایطو له مخې ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۴۹
Background image

vافغاني سرې میاشتې ته د آذربایجان څه باندې ۷ ټنه خوراکي مرسته وسپارل شوه

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
په افغانستان کې د آذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د هغه مرستیال حافظ عزیز الرحمن ته د یادې ټولنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۱۵
Background image

کابل کې رمضاني مرستې؛ ۳۰۰ بې وزلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون کې پر ۳۰۰ اړمنو او بې وسه کورنیو بېلابېل خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل.
ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۸:۲۴
Background image

د روژې د میاشتې په مناسبت؛ لغمان کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لغمان ولایت کې پر ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د روژې د میاشتې په مناسبت ۱.۶ ټنه خُرما ووېشل شوه.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري. . .

BACK TO NEWS