د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او لاسنيوي لپاره د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او لاسنيوي لپاره د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

کابل - چهارشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۶ 

د افغاني سرې میاستې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، مرکزي دفتر کې له کاري شریکانو (په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د قطر او ترکیې سرو میاشتو، ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو مسئولینو) سره د بېرته راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، ستونزو ته د رسېدنې او اړتیاوو د پوره کولو په پار وکتل.
 
کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د کاري شریکانو د اوږد مهاله او هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ، ستونزو ته د رسېدنې، مرستو د پراخوالي او  خپلو سیمو ته د لېږد برخه کې یې له هغوی څخه د بېړنیو او اړینو مرستو غوښتنه وکړه.

دغه راز ښاغلي دلاور د راستنېدونکو هېوادوالو لاسنيوى د ټولو مرستندویه او خیریه بنسټونو ګډ مسؤلیت وباله او کاري شریکانو ته یې ډاډ ورکړ، چې ټولې مرستې په بشپړ شفافیت تر کډوالو رسول کېږي، نوموړي زیاته کړه، راستنېدونکو کډوالو ته په ښه شکل د خدماتو وړاندې کولو په موخه د رضاکارانو تر څنګ يو شمېر کارکوونکي ګمارل شوي، چې شپه او ورځ په لنډمهاله پنډغالو کې د راستنېدونکو کډوالو خدمت او ملاتړ کوي.  

له بل لوري کاري شریکانو ژمنه وکړه، چې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د خوراکي او غیر خوراکي توکو، لنډ مهالې سرپناه، خپلو اړونده سیمو ته د لېږد او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو سربېره  بېلابېلو برخو کې به  اړتیاوو ته په کتو بشري مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS