د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستو او کړنو په اړه د رسنیو په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابی دمطبوعاتي کنفرانس وینا

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۹:۵۰
Press Conference of Mawlavi Nooruddin Turabi, vice president of the ARCS About the Afghan Red Crescent's assistance and activities to the earthquake victims in Khost and Paktika provinces!

نړیوالو ته مې پیغام دی چې د زلزله ځپلو په لاسنیوي کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي. که د درملو په برخه کې وي که د خوراکی او یا هم غیر خوراکي توکو. د نړیوالو مرستې را روانې دي او د منظمولو لپاره یې اړینه ده تر څو مونږ خپل ۲۳ روغتیایي او د حوادثو ټیمونه ۵۵ ته لوړ کړو. دغه ټیمونه د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او څو نورو ولایتونو ګډ تشکیل دی. د همدې لپاره مونږ هلته نن ځو. مونږ به هلته وارزوو، چې لا نورې او څومره مرستې ته اړتیا ده او هم به مالومه کړو چې څومره نغدي مرستو ته اړتیا ده. همدارنګه له زلزلې وروسته افغاني سره میاشت لومړنی ارګان و، چې سیمې ته یې ځان ورساوه. د یتیمو ماشومانو د سرنوشت په اړه به پرېکړه هلته زمونږ له سروې او زمونږ د سفر له ارزونې وروسته کېږي. د افغاني سرې میاشتې له لارې شوې مرستې دوه ډوله دي. یو چې مونږ ته یې هېوادونه او مرستندویان راسپاري او بل مرسته کوونکو ته مونږ سهولت برابرو او هغوی یې په خپل لاس ویشي. مونږ ته راسپارل شویو مرستو کې بشپړ شفافیت شتون لري. سیمې ته زما د ننني سفر موخه د لا ښه شفافیت او غوره مدیریت رامنځ ته کول دي. که څوک ویني، چې په زلزله ځپلو سیمو کې درغلي کېږي، نو له مونږ سره دې مستقیمه اړیکه ونیسي. مونږ د افغاني سرې میاشتې په فعالیت کې له بشپړ شفافیت ډاډمن یو، خو نور مرستندویه بنسټونه چې مرستې ویشي مونږ یې د شفافیت مسوولیت نه اخلو. مونږ به د ځینو نورو ملي ټولنو په ملتیا د بې سرپرسته وګړو د سرنوشت لپاره اوږدمهال پلان جوړ او په کار واچوو. د نړیدلو کورونو، ښوونځیو، مدرسو او روغتونونو په اړه تدابیر او د بیا جوړښت چارې زمونږ په پیل کیدونکې سروې پورې تړلي. سیمې ته مو د سفر یوه موخه هلته لس زره کورنیو ته د سل سل ډالره نغدي مرستې د وېش لپاره ښه تنظیم او د سروې پیل دی. تر اوسه په مجموعي توګه له افغاني سرې میاشتې سره نغدي مرستې کمې شوي. زمونږ له نړیوالو او هېوادوالو غوښتنه ده، چې له افغاني سرې میاشتې سره نغدي مرستې وکړي، ځکه زلزله ځپلې کورنۍ دا مهال نغدي مرستو ته ډېره اړتیا لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو د نغدي مرستو وېش پيل شو

دوشنبه، ۱۲ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ځاځي میدان، علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

خوست؛ څه باندې٢٧۵۰۰ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٢٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

BACK TO NEWS