د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له استازي سره وکتل!
نن شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۰ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد العثماني سره په خپل کاري دفترکې لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د قطرهېواد د سرې میاشتې د استازي له لوري په کابل کې د اړمنو او بېوزلو وګړو لپاره د روژه ماتي، د سترګو پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې، د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د یو باب کلینیک جوړولو او د یاد کلینیک د یوکلن تمویل، او هغو ۱۱۰۰ کورنیو سره د ژمنۍ مرستې، چې ژمنه یې پخوا شوې وه د مرستې او همکارۍ په هکله خبرې او بحث وشو.
په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي د قطر د سرې میاشتې له لوري د یادو مواردو په هکله د چمتووالي څخه مننه وکړه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري یې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.
