د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کاپیسا نماینده ګۍ له نوې جوړېدونکې ودانۍ او د پروان له مرستون لیدنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۹:۵۱
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کاپیسا نماینده ګۍ له نوې جوړېدونکې ودانۍ او د پروان له مرستون لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یو پلاوي په ملتیا د کاپیسا نماینده ګۍ لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ له رغنیزو چارو، د پروان مرستون، نماینده ګۍ او د سرې میاشتې له املاکو لیدنه وکړه.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې مثبتې و ارزولې او اړونده مسؤولینو ته یې د معیاري رغنیزو چارو په ترسراوي تاکید وکړ. نوموړي پروان ته په تګ د یاد ولایت له مرستون لیدنه  وکړه، داخلي او بېرونیو مشمولینو ته په ښه او غوره شکل د خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ، ورپسې یې دې ولایت کې د سرې میاشتې املاک هم ولیدل، نماینده ګۍ ته په ورتګ یې د اداري چارو ارزونه وکړه، د اړونده مسؤولینو وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS