د افغاني سرې میاشتې مرستیال د اسيا لپاره د ناروې سره صلیب له مشر سره د همکاریو د پراختيا په موخه وکتل

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۳۱
k

پنجشنبه، ۲۰ جمادى الآخره ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د آسیا لپاره د ناروې د سره صلیب له مشر ښاغلي ویني سداوارتي سره په خپل کاري دفتر کې د بشري خدماتو د لا پراختیا، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او ملاتړ د دوام په موخه وکتل.
کتنې پر مهال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن له افغاني سرې میاشتې سره د بشري خدماتو په برخه کې د ناروې د سره صلیب له ملاتړ او تلپاتې همکارۍ مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د سرې میاشتې له لوري په بیړنیو حالاتو کې چټک او پر وخت خدمات د دې خیریه ملي ټولنې سره د کاري شریکانو هر اړخیز ملاتړ څرګندوي او د ناروي د سره صلیب څخه يې د پراخې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
دا راز ښاغلي سداوارتي د بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو د ژغورنې، پوهاوي، او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره کېدونکي فعالیتونه وستایل او ژمنه يې وکړه، چې راتلونکي کال کې به له افغاني سرې مياشتې سره روغتیایي خدماتو کې پراخوالی راولو او ترڅنګ یې د بیړنیو حالاتو په مدیریت کې د همکاریو د پراختیا او د نورو منابعو راجلبولو ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

پکتيا کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ١١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٢٧٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS