د افغاني سرې میاشتې مرستیال او ورسره مل پلاوي نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له سکرتر جنرال سره افغانستان کې د بېوزلو وګړو د لاسنیوي په اړه ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۱
د افغاني سرې میاشتې مرستیال او ورسره مل پلاوي نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له سکرتر جنرال سره افغانستان کې د بېوزلو وګړو د لاسنیوي په اړه ګډه ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي او ورسره مل پلاوي نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له سکرتر جنرال ښاغلي فیصل محمد الحمدي سره افغانستان کې د بېوزلو وګړو د لاسنیوي په اړه ګډه ناسته ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د شته بشري اړتیاو پر ۱۶ مواردو خبرې وکړې، چې په کې د قطر د سرې میاشتې د سکرتر جنرال له لوري د اقلیمي بدلون، د څښاک د اوبو د څاګانو، د روغتیایي خدماتو او خوراکي توکو د مرستې په برخو کې د همکارۍ ژمنه وشوه نوموړي همدا ډول ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې شته بشري اړتیاوې به له نورو خیریه بنسټونو سره شریکې کړي او هڅه به وکړي، چې نور خیریه بنسټونه په کې همکارۍ ته چمتو کړي. ښاغلي فیصل محمد الحمدي د افغاني سرې میاشتې مرستیال ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

کونړ کې پر بزګرانو ۲۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زیانمنو شوو بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۵۹
Background image

کونړ کې له ۱۷۷ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسواليو پر ١٧٧ هغو مېرمنو، یو میلیون، اته سوه اته پنځوس زره او پنځه سوه (۱،۸۵۸،۵۰۰) افغانۍ نغدي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۴۹
Background image

پروان کې څه باندې ٢۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ٨ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٤٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS