د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس کابل کې د قطر د هېواد د سفارت له شاژدافیر سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۴:۲۴
سرپرست ریاست هلال احمر افغانی با شاژدافیر سفارت قطر در کابل در دفتر کاری خود دیدار نمود!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص کابل کې د قطر د هېواد د سفارت له شاژدافیر ښاغلي عبدالله محمد الحبابي سره د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې او راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د مرستو پر موضوعاتو په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه. په برخه کې د ۱۶۹ ناروغانو لګښت پر غاړه اخلي. ښاغلي الحبابي همدا ډول وویل، چې قطر هوډ لري په راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته وکړي. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د سوري زړه د ناروغانو په برخه کې د قطر هېواد د مرستې له ژمنې د مننې په ترڅ کې د قطر هېواد شاژدافیر ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې په پوره شفافیت تر اړمنو ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ٣ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٠١٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS