د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي سره په سعودي عربستان کې وكتل!
 
              د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي طارق علي بخيت سره په سعودي عربستان کې وكتل. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د زیانونو او شته ستونزو په اړه ښاغلي بخیت ته معلومات ورکړل او له نوموړي یې د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي همدا ډول د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي ناستې جوړیدل د بشرپالو خدماتو لپاره اغېزناک وبلل. ناسته کې ښاغلي طارق علي بخیت ژمنه وکړه، چې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو وګړو په لاسنیوي کې به فعاله ونډه واخلي. نوموړي همدا ډول د ملي ټولنو په پینځمه مشورتي غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د پلاوي د فعالې ونډې اخیستنې ستاینه وکړه. ښاغلي بخیت څرګنده کړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې نوې بشري پروژې پلې کړي، چې د افغاني سرې میاشتې د ښه ظرفیت او نظم د لرلو له امله به یې په تطبیق کې افغاني سره میاشت ګډ رول ولري. نوموړي وویل دوی به هڅه وکړي، چې خیریه بنسټونه وهڅوي چې په افغانستان کې بشرپال خدمتونه د افغاني سرې میاشتې له لارې ترسره کړي.
