د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په جینوا کې په افغانستان کې د ایټالیا د هېواد پر بشري مرستو ګډه ناسته ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ته د ایټالیا د هېواد د دایمي پلاوي مرستیال ستیفانو پیسوتي په جینوا کې په افغانستان کې د ایټالیا د هېواد پر بشري مرستو ګډه ناسته ترسره کړه.ناسته کې د ایټالیا د هېواد پلاوي ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د روغتیایي خدماتو په برخو کې به له افغاني سرې میاشتې سره همکاري کوي.
