د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسؤلې سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۳۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسؤلې سره وکتل 

نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسئولې آغلې اناماریا او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې له لوري بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د مرستونونو او روغتیایي مرکزونو له لارې د ترسره کېدونکو خدماتو او د طبيعي پېښو زیانمنو ته د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو په برخه کې هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې د مرستو د پراختیا او زیاتوالي غوښتنه وکړه. 
ورپسې د آسیا لپاره د بیلګېټس بنسټ مسئولې د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او ددې خیريه ملي ټولنې له لوري ترسره کېدونکي خدمات یې د اړمنو او ناروغانو لپاره خورا مهم او اغېزمن وبلل او ژمنه یې وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به خپلې مرستې زیاتوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS