د افغاني سرې میاشتې ریس د افغانستان لپاره د ناروي د سره صلیب له مشر اولوغ بیګ او مل پلاوي سره وکتل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۲۳
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د محرم الحرام د میاشتې پر ۱۲مه، د افغانستان لپاره د ناروې د سره صلیب له مسئول ښاغلي اولوغ بېک او مل پلاوي سره دګډو همکاريو د دوام په موخه خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ناروې د سره صليب له لوري له افغاني سرې میاشتې سره د تېرو مرستو مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دواړو لوريو ترمنځ پر دوه اړخيزو اړیکو ټينګار وکړ. 
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: زمونږ  يو شمېر هېوادوال د تېرو پرلپسې کلونو جګړو، طبيعي او غير طبيعي پېښو او ناورینونو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، چې پراخ لاسنيوي ته اړتیا لري. 
دا راز ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه چې د نړیوالو مرستندويه بنسټونو له لوري افغاني سرې میاشتې سره کېدونکې مرستې به له تعصب او تبعيض پرته په بشپړ شفافیت تر اړمنو، پېښځپلو او بېوزلو رسوي. 
ورپسې د ناروې د سره صليب مسئول په خپلو خبرو کې وویل: زموږ او افغاني سرې میاشتې ترمنځ ملګرتیا نوې نه ده، بلکې له پخوا څخه د یو او بل همکار یو او په راتلونکي به هم خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوو. 
نوموړي د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او کارکوونکو له صميمانه اړيکو او چلند خوښي وښوده او ددې خيريه ټولنې خدمات یې وستایل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS