د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه او د ملي ټولنو د کاري شریکانو تر منځ د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۳:۱۷
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه او د ملي ټولنو د کاري شریکانو تر منځ د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه!

نن سه شنبه د شوال میاشتې پر ۱۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور او  سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون د سرپرست مسٸول ښاغلي احمد سليمان په شتون کې د نړۍ د ۶۰ هېوادونو د سرو میاشتو او سرو صلیبونو له مسؤلینو سره د ملي ټولنو د مالي منابعو د پراختیا، د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، همغږۍ او بشرپاله فعالیتونو د ځواکمنتیا په موخه آنلاین ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د ملي ټولنو لومړیتوبونو او اړتیاوو ته پر پاملرنه ټينګار وکړ او د شته ستونزو د هواري، د ګډو خدماتو او فعاليتونو د پراختیا او همغږۍ برخه کې د دا ډول ناستو دایرول مهم وبلل. 
ورپسې د بېلابېلو ملي ټولنو استازو پر خپل منځي همکاریو او د ملي ټولنو د پياوړتيا، ملاتړ او د بشري مرستو د پراختیا په اړه د معلوماتو وړاندې کولو سربېره پر يو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې، د یادو ملي ټولنو استازو د بشري مرستو د تنظیم او همغږۍ په برخه کې د ورته ناستو برابرول د ستونزو د حل برخه کې یو ښه اقدام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS