د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته ترسره شوه!
د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته ترسره شوه!
نن شنبه د شوال میاشتې پر ۲۸مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په خپل کاري دفتر کې له سلاکارانو او اړونده مسئولینو سره د املاکو او ودانیو د چارو د لا ښه والي، له ګاونډيو هېوادونو د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او رواني ناروغانو د درملنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
لیدنه کې د ناستې ټولو ګډونوالو د شته ستونزو د حل، رواني ناروغانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او هغوی ته په ښه شکل د خدماتو وړاندې کولو برخه کې خپل نظرونه او لیدلوري واورول چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.
