دایکندي کې ۳۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!
نن د چهارشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د رمضان المبارک په ۱۹مه د دایکندي ولایت په مرکز کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د ټیکا موسسې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریژې، ۵ کیلو غوړي، بوره او چای شامل وو.