دايكندي!
وګړو ته د افغاني سرې مياشتې په اړه معلومات ورکول د افغاني سرې مياشتې له اساسي فعاليتونو څخه دي، په همدې موخه د دايكندي ولایت په نمايندګۍ کې ۲۰ نظامیانو ته یوه ورځنۍ نشراتي غونډه دايره شوه.په غونډه کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې تاریخچه، بنسټیز اصول، نښان، څانګې او فعاليتونه په تفصيل شرح شول.


