خوست:
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د ذوالحجې پر ۷مه د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ټولټال ۵۰ ټنه اوړه، ۱۰ زره لیتره غوړي، ۲۴ نیم ټنه وریژې، ۷ ټنه لوبیا، ۱ ټن چای، ۷ ټنه نخود، ۷ ټنه دال نخود، ۲ ټنه مالګه او ۵ ټنه بوره وویشل شول.
