جوزجان!
د افغاني سرې مياشتې له لوري د جوزجان ولایت په خمآب او قرقین ولسوالیو کې ٧٠٠ کورنيو ته، د سرپل ولایت په الجهاد ولسوالۍ کې ٨٠٠ کورنيو ته او د بلخ ولایت په شورتپې او کلدار ولسوالیو کې ١٠٠٠ کورنیو ته ٨ قلمه د خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه. په يادو مرستو کې هرې اړمنې او بې وزله کورنۍ ته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٤.٥ کیلو ورېژې، ١٠ لیټره غوړي، ٨ کیلو لوبیا، ٥ کیلو بوره، ٢ کیلو مالګه، ١ کیلو شین چای او ١ پاکټ بیسکټ شامل وو.


