بلخ، هرات، کندز او ننګرهار ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه څه د پاسه لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۲۱:۱۵
خبرونه

بلخ، هرات، کندز او ننګرهار ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه څه د پاسه لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن یکشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د برتانیا د سره صلیب په مالي همکارۍ په بلخ ولایت کې له ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو، ۲۰۰ کورنیو سره په هرات، ۲۰۰ کورنیو په کندز او ۸۰ کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه په دوهم پړاو کې په ټولیزه توګه لس میلیونه او دوه سوه زره (۱۰،۲۰۰،۰۰۰) افعانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۵،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۵:۳۲
Background image

سرپل کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې

پنجشنبه، ۲۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، ۲ ترپالونه، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۱
Background image

دايکندي؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دايکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٨٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
Background image

هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په. . .

BACK TO NEWS