بغلان ولايت کې ۱۳۸۱۸ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
بغلان ولايت کې ۱۳۸۱۸ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د بغلان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۶۰۱ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۳۵ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۲۲۶ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۸۶۵۰ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۳۶۳ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۵۱۸ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۲۲۵ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.
