بدخشان!
 
              د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد اړوند په دشت خمچان ښارګوټي کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په ۱۹۸۰ متر مربع ځمکه د یو ښوونیز مرکز د جوړښت ډبره په بدخشان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د مسؤل محمد عیسی جاهد په لاس کیښودل شوه او د جوړښت چارې یې پیل شوې.په یاد ښوونیز مرکز کې به د بېوزلو کورنیو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې وړیا زده کړې او روزنه ورکول کېږي.


