باسکِټبال؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل په کچه د سیالیو اتلولي خپله کړه

پنجشنبه، ۱۳ صَفَر ۱۴۴۷
د کابل ښار د کلپونو په کچه د باسکِټبال سیالۍ، چې د باسکټبال ملي فدراسیون له لوري د کابل الف او ب ټیمونو ته د تکړه او وړ لوبغاړو د غوراوي په موخه په لاره اچول شوې وې، د افغاني سرې میاشتې د باسکِټبال لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون درلود، چې پای لوبه کې د افغاني سرې میاشتې ټيم وکولای شول د هریرود لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام خپل کړي.
د سیالیو له پای لوبې وروسته، د لوبغاړو د لا هڅونې په موخه ګډونوالو لوبډلو ته د باسکِټبال اصلي توپونه او لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.