بادغیس ولایت کې ۲۸۵۰ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
نن دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بادغیس ولایت نماینده ګۍ له لوري د قلعه نو ښار ۲۸۵۰ اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې د اوبو ۲ بوشکې، ۱ سطل او د پاکوالي د توکو کیټ، چې لاسپاکونه، د غاښونو برس او کریم، د ځان او کالیو وینځلو صابونونه شامل وو