افغاني سرې میاشتې کابل کې ۳۷۳ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشله!
افغاني سرې میاشتې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په شپولې بابا، سور نو او اوزبین سیمو کې ۳۷۳ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشله.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چای، ۷ کیلو نخود، ۷ کیلو دال، ۵ کیلو بوره او یو شمېر نور توکي شامل وو.
