افغاني سرې میاشتې په تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد ۲۳ ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته (۴۳۴۶۹۰۳۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ویشلې!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۴:۴۵

افغاني سرې میاشتې تېرو ۹ میاشتو کې د هېواد ۲۳ ولایتونو کې پر زلزله ځپلو، وچکالۍ ځپلو، سیلاب ځپلو، بېوزلو او اړمنو کورنیو څلور سوه څلور دېرش میلیونه شپږ سوه نوي زره او درې سوه (۴۳۴۶۹۰۳۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ویشلې. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته کم تر کمه ۹ زره افغانۍ ورکول شوي. په یادو ولایتونو کې بادغیس، کابل، پنجشیر، پکتیکا، سمنګان، خوست، ارزګان، پروان، زابل، کندهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، بغلان، تخار، پکتیا، جوزجان، دایکندي، غزني، فاریاب، کونړ او کندوز ولایتونه شامل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د آسیا پاسیفیک ملي ټولنو د اِل نینو پدیدې پر وړاندې پر ګډ چمتووالي خبرې وکړې

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۴۵
Background image

کابل؛ د پروان نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د پروان ولایتي نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته، چې د. . .

BACK TO NEWS