افغاني سرې مياشتې ۲۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په موخه پلازمېنه کابل کې دوه داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل!
 
              نن د صفر د میاشتې په ۱۳ مه، افغاني سرې مياشتې ۲۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په موخه پلازمېنه کابل کې دوه داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل افغاني سرې مياشتې په تېرو څه باندې ۱۳ میاشتو کې د سوري زړه په رنځ اخته ۱۷۲۳ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلي دي، چې د درملنې ټول لګښت يې د افغاني سرې مياشتې په غاړه دی.
