افغاني سرې مياشتې په سوري ﺯړه اخته ۱۲ تنه ماشومان د فرانسویانو او باسط روغتون ته د تداوۍ په موخه ور وپېژندل!
د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الثاني په ۶مه افغاني سرې میاشتې یو ځل بیا کابل کې د فرانسویانو او باسط روغتونونو ته په سوري زړه اخته ۱۲ ماشومان د تداوۍ په موخه ور وپيژندل. د یادونې وړ ده، چې د ربیع الاول په ۲۶مه هم افغاني سرې میاشتې ۱۷ تنه په سوري زړه اخته ماشومان د فرانسویانو روغتون ته دعملياتو او تداوۍ په موخه ورپیژندلي و. د بیمارۍ وخامت ته په پام په یادو ناروغانو له ۷۵۰ تر ۲۳۵۰ امریکایي ډالرو لګښت راځي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
