افغاني سره میاشت؛ د مالي تګلارې جوړولو په تړاو روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۷:۴۱
افغاني سره میاشت؛ د مالي تګلارې جوړولو په تړاو روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

شنبه، ۲۳ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د یو شمېر مرکزي رئیسانو، آمرینو او په افغانستان کې د کاري شریکانو ( آی سي آر سي، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، قطر او ترکیې سرو میاشتو، ناروې او ډنمارک سرو صلیبونو) د استازو په شتون کې د مالي تګلارې جوړولو په تړاو روزنیز ورکشاپ وړاندې شو. 
یاد ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې لپاره د نوې او اغېزمنې مالي تګلارې په جوړولو بحث وشو، چې په پیل کې یې د افغاني سرې میاشتې د مالي چارو رئیس محترم حافظ شبیر احمد عثماني په خپلو خبرو کې د یاد روزنیز ورکشاپ په دایرېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د نوې مالي تګلارې جوړول به د شفافیت، حساب ورکونې او اغېزمن مالي مدیریت په برخه کې مهم ګام وي او د مالي چارو مدیریت به لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

BACK TO NEWS