افغانستان ته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پلاوي سفر؛ د بشري همکاریو د پراختیا او ګډو همکاریو ژمنه وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۲:۵۸
افغانستان ته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پلاوي سفر؛ د بشري همکاریو د پراختیا او ګډو همکاریو ژمنه وشوه

شنبه، ۱ صفر المظفر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او مرستیال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د اسیا-پاسفیک حوزې د روغتیا، اقلیمي بدلون او پېښو د برخې له عمومي مسئول ښاغلي جُی سینګال او د افغانستان لپاره د فدراسیون له مرستیال ښاغلي احمد سلیمان سره د کډوالو د ملاتړ، اقلیمي بدلون د اغېزو او روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په تړاو وکتل.
سرپرست عمومي رئیس، افغانستان ته د ښاغلي سینګال راتګ د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله فعالیتونو د پراختیا او پیاوړتیا  لپاره اغېزمن وباله او هیله یې وښوده، چې دا سفر به د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د ښه درک او ورته د حل لارو موندلو، د اقلیمي بدلون څخه د اغېزمنو سیمو او قربانیانو ته د ځواب وینې د لارو چارو، د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او د رواني ناروغانو د درملنې بهیر د پیاوړتیا په برخه کې عملي پایلې ولري. نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت چمتو ده له خپلو نړیوالو کاري شریکانو سره د اوږدمهاله مرستو، کډوالو ته د لنډ مهالې سرپناه برابرولو، پخو خوړو، څښاک پاکو اوبو او د کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي.
ورپسې ښاغلي سینګال په خپلو څرګندونو کې، افغانستان د نړیوال فدراسیون لپاره یو له  درېوو مهمو لومړیتوب لرونکو هېوادونو له ډلې یاد کړ او زیاته یې کړه چې غواړي هرات اسلام قلعه بندر ته په ورتګ د کډوالو وضعیت له نږدې وګوري او هغوی ته د وړاندې کېدونکو بشري او روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړي، د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنو اړتیاوې معلومې کړي او د رواني ناروغانو درملنې بهیر پر پیاوړتیا د سلا مشورو ترڅنګ د شته ستونزو او وړاندیزونو په اړه تر غور وروسته د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیز مالي ملاتړ لپاره اړينې هڅې وشي. 
نوموړي ډاډ وښود، چې د دې سفر له ارزونو به یو تفصیلي راپور جوړوي، څو د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره تر شریکولو وروسته د همکاریو د لا پراختیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د برېتانیا سره صلیب له استازې سره د بشري همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

چهارشنبه، ۱۶ شعبان ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د بریتانیا د سره صلیب د نړیوال قانون او پالیسۍ له مسؤولې آغلې سیویا کولونا سره د بشري همکاریو د پیاوړتیا، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۰
Background image

غور؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

چهار شنبه، ۱۶ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د غور ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٠٧٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۷:۳۲
Background image

کونړ؛ ۳۲۲ زلزله ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۵ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د زلزله ځپلو په پنډغالي کې د بشري لاسنیوي په موخه له ۳۲۲ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې. . .

BACK TO NEWS