اسلامکلا او میلک بندرونو کې راستنېدونکو کډوالو ته دوامداره مرستې وړاندې کېږي

سې شنبه، ۲۶ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري، د هرات ولایت په اسلام کلا او د نیمروز ولایت په ميلک بندرونو کې له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو او څښاک اوبو ترڅنګ روغتیايي خدمتونه دوام لري.
نن ورځ، په سيمه کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري سلګونه کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ هرات کې پر ۳ زرو او نيمروز کې پر ۵۰۰ تنو تازه راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه ووېشل شوې.