ارزګان او لوګر!

وګړو ته د افغاني سرې میاشتې په اړه عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې میاشتې عمده فعالیت دی، په همدې موخه د ارزګان ولایت په ښوونیز مرکز کې ۲۰ تنو نظامي مسؤلینو ته او د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ۲۰ تنو دولتي کارکوونکو ته یوه ورځنۍ نشراتي غونډې ترسره شوې. د یادو غونډو ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، بنسټیزو اصولو، پیښو ادارې، روغتیا برخې، رضاکارانو او مرستونونو په اړه معلومات ورکړل شول.